د کډوالۍ نړیوال سازمان: ترکي ۲۲ زره افغان کډوال ایستلي دي

25 عقرب 1398 ساعت 11:04

د کډوالو نړیوال سازمان وايي، د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه ترکیې تر ۲۲زره ډېر افغان کډوال له دغه هېواد را ایستلي دي.


د کډوالو نړیوال سازمان وايي، د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه ترکیې تر ۲۲زره ډېر افغان کډوال له دغه هېواد را ایستلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد سازمان زیاته کړې، چې د ترکیې تر څنګ له نورو اروپايي هېوادونو هم سلګونه افغان کډوال ایستل شوي.

دغه سازمان وایي، د روان کال له پیله تر دې دمه یوازې له ترکیې ۲۲ زره او ۲۷۵ افغان کډوال بېرته کابل ته لېږل شوي، چې له دې ډلې یوازې ۴۴۸ یې په خپله خوښه او پاتې نور ټول د ترکیې د حکومت له لوري په جبري توګه ایستل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د دې تر څنګ له څو نورو اروپايي هېوادونو هم ۱۶۳۲ افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږل شوي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت بیا وايي چې تر ۲۵ زره پورې کډوال له ترکیې بېرته افغانستان رالېږل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122261

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122261/

جمهور
  https://www.jomhornews.com