د رای شمېرنې بهیر نن بیا پیلېږي

26 عقرب 1398 ساعت 8:16

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د رای شمېرنې بهیر به نن (یکشنبې د لړم ۲۶) له سره پیل شي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د رای شمېرنې بهیر به نن (یکشنبې د لړم ۲۶) له سره پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کمېسیون څو ورځې وړاندې دغه بهیر پیل کړی و، خو د ځینو انتخاباتي ټکټونو د اعتراض له کبله ځنډېدلی وو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، اوس دغه ستونزه حل شوې او کمېسیون به سر له نن څخه د رای شمېرنې بهیر بېرته پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د راپورته شوې ستونزې په اړه یې دوه ځلې د انتخاباتي ټکټونو له استازو سره ناستې درلودې او دغه ستونزه یې حل کړې ده.

هغې پرون ماښام په یوه خبري ناسته کې له ټولو انتخاباتي ټکټونو او څارونکو وغوښتل، چې د ټاکنو له کمېسیون سره د شفافو او رڼو ټاکنو په اعلان کې مرسته وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس په ۲۰ ولایتونو کې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه بشپړه شویاو اوس به دا بهیر په پاتې ۱۴ ولایتونو کې هم بشپړ کړي.

نورستاني د ۲۶۲ محلونو او ۱۳۹۴۹ رایو په اړه چې ځینې ټکټونه وايي له وخت وړاندې او وروسته ثبت شوې و ویل، دا چاره به وڅېړي او که ثباته شوه، چې درغلي په کې شوې بې اعتباره به یې اعلان کړي.

مېرمن نورستاني یو حل بیا ټينګار وکړ، چې کمېسیون ته یوازې بایومتریک شوې رایې د منلو دي او د همدې رایو په اساس به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122270

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122270/

جمهور
  https://www.jomhornews.com