افغان حکومت:

د انس حقاني او امریکايي استادانو تبادله باندې له سره غور کوو

26 عقرب 1398 ساعت 8:58

افغان حکومت اعلان وکړ، چې د حقاني شبکې درې مهم غړي، انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید لا هم د دوی سره بندیان دي.


افغان حکومت اعلان وکړ، چې د حقاني شبکې درې مهم غړي، انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید لا هم د دوی سره بندیان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، طالبانو له دوه امریکايي استادانو سره د تبادلې په برخه کې شراط مراعت نه کړل نو ځکه تبادله هم ځنډېدلې ده.

ښاغلي صدیقي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي« د حقاني درې لوړپوړي غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لاهم د افغانستان د دولت په زندان کې دي. د طالبانو له لورې د شرایطو نه مراعت کول د تبادلې د پروسې د ځنډ سبب شوي دي.»

د ارګ ویاند زیاتوي، افغان دولت د تبادلې په پروسه بیا غور کوي او د هېواد د ملي ګټو او مصالحو په رڼا کې به اقدام وکړي.

که څه هم صدیقي دا ونه ویل، چې طالبانو کوم شرایط مراعت نه کړل، خو د ارګ ځینې سرچینو ویلي د بندیانو د تبادلې د ځنډیدو یو علت دا و چې په هماغه ورځ په لوگر کې برید وشو او بل دا چې په دې هم څوک نه پوهیږي چې ایا دغه دوه استادان ژوندي دي او که نه.

پرون د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم و ویل د تبادلې د نه کېدو یو علت ښایي دا وي، چې د طالبانو سره د بندي امریکایي استادنو د ژوند او مرګ په اړه معلومات نشته.

رحمانی دا هم ویلي و، چې طالبانو د تبادلې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او له دې ښکاري، چې دغه ډله د سولې او جګړې په برخه کې صلاحیت نه لري.

تر دې وړاندې د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني هم د امریکا د سولې په انستېتیوت کې ویلي و، چې د تبادلې په برخه کې یوه لوري (طالبانو) ژمنې عملي نه کړي او ښايي دغه تبادله ونه شي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د تبادلې د نه تر سره کېدو پړه پر امریکا اچولې او ویلي یې دي، چې په دې اړه باید له امریکا پوښتنه وشي، چې ولې تبادله ونه شوه.

مجاهد دا هم ویلي، چې د تبادلې نه تر سره کېدو وروسته د امریکايي پوهنتون دوه استادان خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني د تېرې شنبې په ورځ د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید د خوشي کېدو اعلان په مشروط ډول وکړ.

ولسمشر هغه مهال و ویل، چې د طالبانو دغه درې مهم غړي، د سولې لپاره د باور فضا رامنځ ته کولو، د سولې مخامخ خبرو، تاوتریخوالي د کمولو او له دوه امریکايي استادانو سره د بشري خواخوږۍ ښودلو په موخه کوي.

د ولسمشر تر دغه اعلان دوه ورځې وروسته داسې راپورونه ورکړل شول، چې ګڼې د حقاني شبکې دغه درې مهم غړي له بګرام زندان څخه خوشي شوي او په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر ته لېږدول شوي دي.

هغه مهال ځینو طالب سرچینو هم تایید کړې وه، چې د حقاني شبکې دا درې مهم غړي قطر ته رسېدلي، خو وروسته دا راپورونه رد شول او ویل شول، چې تبادله نه ده شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122275

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122275/

جمهور
  https://www.jomhornews.com