ولسمشر غني:

د سولې په اړه له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره مشورې کوو

26 عقرب 1398 ساعت 14:43

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د سولې په اړه له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره مشورې کوي او په وینا یې واقعي سوله هغه وخت راتلی شي، چې مشري او مالکیت یې د افغانانو لاس کې وي.


ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د سولې په اړه له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره مشورې کوي او په وینا یې واقعي سوله هغه وخت راتلی شي، چې مشري او مالکیت یې د افغانانو لاس کې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر دغه څرګندونې په ارګ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي له مرستیال کانسوکي نګاوکا سره په لیدنه کې کړې دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر له قوله وايي، هڅه کوي، چې افغانستان د سیمې پر اقتصادي څلور لاري بدل کړي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې سولې ته هم اشاره کړې ویلي یې دي، سوله د افغانانو غوښتنه او د دولت مهم لومړیتوب دی او افغانستان هغه وخت پایداره سولې ته رسېدلی شي چې د دې پروسې مشري او مالکیت د افغانانو په لاس کې وي.

ښاغلي غني ټینګار کړي، چې په دې اړه له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره سلا مشورې کوي.

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.

په ورته وخت کې کانسوکي هم د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کړی دی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د افغان حکومت او افغانانو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122294

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122294/

جمهور
  https://www.jomhornews.com