کابل کې د لاسي بم دوه پرلپسې چاودنو پنځه تنه ټپیان کړي دي

27 عقرب 1398 ساعت 8:15

کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د ملي اردو یوه مرکز ته نېږدې ځانمرګی برید نه دی شوي، بلکې د لاسي بم دوه پرلپسې چاودنې وې.


کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د ملي اردو یوه مرکز ته نېږدې ځانمرګی برید نه دی شوي، بلکې د لاسي بم دوه پرلپسې چاودنې وې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنې نن دوشنبې د لړم ۲۷ مه د کابل ښار د ۱۹ مې امنیتي حوزې اړوند د کابل – جلال آباد په لویه لار د ملي اردو یوه تعلیمي مرکز مخې ته شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په لومړي سر کې و ویل، چې چاودنه د ځانمرګي برید له امله شوې، خو اوس وایي، پلټنو کې جوته شوې، چې دا ځانمرګی برید نه بلکې د لاس بم دوه پرلپسې چاودنې وې.

نوموړي ویلي، په دغه دوه چاودنو کې څلور د افغان پوځ سرتېري او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
 
 


د مطلب کود: 122301

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122301/

جمهور
  https://www.jomhornews.com