بغلان کې ترافیکي پېښې ۴۰ تنه ټپیان کړي دي

27 عقرب 1398 ساعت 10:37

سیمه ییز ترافیک چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله ۴۰ مسافر ټپیان شوي دي.



سیمه ییز ترافیک چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله ۴۰ مسافر ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د لړم ۲۶ مه) د کندوز – بغلان پر لویه لار د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ګرداب سیمه کې رامنځ ته شوې.

د د بغلان ولايت د ترافيکو مدير سمونيار محمد نبي نبي زاده وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو ۳۰۴ مسافر وړونکی موټر له سړک اوښتی او اوبو ته غوځېدلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې په دغه پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.

خو د کندوز د ولایتي روغتون آمر محمد نعیم منګل وايي، د پېښې له ځایه دوی ته ۴۰ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122309

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122309/

جمهور
  https://www.jomhornews.com