افغان حکومت او ناټو:

د بین الافغاني مذاکراتو پیل د سولې اساسي اړتیا ده

27 عقرب 1398 ساعت 11:04

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، حکومت سولې ته ژمن دی او د بین الاافغاني مذاکراتو پیل د سولې اساسي اړتیا ده.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، حکومت سولې ته ژمن دی او د بین الاافغاني مذاکراتو پیل د سولې اساسي اړتیا ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لړم ۲۶ مه کابل کې د ناټو له ملکي استازي نیکولاس کې سره کتنه کې کړې دي.

د ملي امنیت شورا نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه کتنه کې ښاغلي محب او ښاغلي کې په افغانستان کې د روان وضعیت په تېره بیا د سولې په تړاو خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي دواړو لورو ټینګار وکړ، چې د بین الافغاني مذاکراتو پیل د سولې اساسي اړتیا ده او دې ته باید تر هر څه ډېر کار وشي.

خبرپاڼه وايي، د ملي امنیت شورا سلاکار و ویل، چې افغان حکومت په دې اړه هر ډول همکارۍ ته تیار دی او طالبان هم باید درک کړي، چې د خپلو هېوادوالو د وینو له توئېدو او ورانۍ هېڅ هم لاسته نه ورځي.

محب زیاته کړې افغانستان د نړیوالو په همکارۍ پیل کړی دا سفر په ښه ډول پر مخ بیایي او ډاډه دی، چې په پایله کې به یې خلک د يوه ښه، ارام او باثباته ژوند څښتنان شي.

نوموړي ویلي، افغانان د دې ترڅنګ، چې د هیواد ساتنې ته ژمن دي، په راتلونکي کې پر خپلو پښو درېدو، د بنسټونو لا پیاوړي کولو او د يوه ښه ژوند جوړولو ته هم په کلکه متعهد دي.

په ورته وخت کې د ناټو ملکي استازي ویلي، دوی د سولې له پروسې د ملاتړ ترڅنګ د افغان ملي امنیتي ځواکونو حمایې، روزنې او تجهیز ته دوام ورکوي او د اوږده مهال لپاره یې ترڅنګ درېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 122310

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122310/

جمهور
  https://www.jomhornews.com