کابل کې د امریکا سفیر:

افغان ځواکونو د ټاکنو له هېڅ یوه نوماند ملاتړ نه دی کړی

28 عقرب 1398 ساعت 8:11

کابل کې د امریکا سفیر جان باس وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسمشرۍ ټاکنو له هېڅ یوه نوماند څخه ملاتړ نه دی کړی.


کابل کې د امریکا سفیر جان باس وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسمشرۍ ټاکنو له هېڅ یوه نوماند څخه ملاتړ نه دی کړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جان باس پرون دوشنبې ماښام د ټاکنو په تړاو په څو پرلپسې ټوېټونو کې دغه څرګندونې کړې دي.

هغه ویلي، داسې داسې هیڅ شواهد نه شته چې افغان ځواکونو دې د( ولسمشرۍ) د ټاکنو پر ورځ یا له هغې راوروسته د کوم لوري په پلوۍ ټاکنیز فعالیت کې ښکیل شوي وي.

جان باس د افغان ځواکونو مسلکي چلند ستایلی او ټینګار یې کړی چې څرګندونې دې د اوازو نه بلکې د حقایقو پر بنسټ وي.

که څه هم باس په مشخصه توګه د چا نوم نه دی یاد کړی، خو وړمه ورځ د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ادعا وکړه، چې کندوز کې د دوی ملاتړ د رای شمېرنې بهیر پر بیا پیل اعتراض کړی و خو ځانګړو امنیتي ځواکونو یې نه یوازې مخنیوی کړی، بلکې ډزې یې پرې کړې او د دوی یو څارونکي په کې وژل شوی دی.

د عبدالله تر دغه ادعا یوه ورځ وروسته کورنیو چارو وزارت دا ادعا په کلکه رد کړه ویې ویل، افغان ځواکونه بې پرې دي او هېچا ته په اجازه ورنه کړي، چې په دې ملي پروسه کې مداخله وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122321

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122321/

جمهور
  https://www.jomhornews.com