د هند سفیر:

طالبانو ته په کار ده، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړی

28 عقرب 1398 ساعت 8:43

کابل کې د هند سفیر وینی کومار وايي، طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړی، او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.


کابل کې د هند سفیر وینی کومار وايي، طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړی، او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کومار ویلي، دا چې افغان ولسمشر د طالب زندانیانو د خلاصولو پرېکړه کړې او د سولې لپاره یې طرحه اعلان کړې، نو اوس طالبانو ته هم په کار ده، چې له افغان حکومت سره د سولې لپاره ګام پورته کړي.

ښاغلي کمار ټینګار کړي، چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده نو ټولو اړخونو ته په کار ده چې مذاکرات تر جګړې غوره وبولي.

نوموړي ویلي، هند له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې د هېڅ هېواد فشار یا فرمایش نه مني.

کابل کې د هند سفیر ویلي، د سولې، بیا رغونې او دایمي پرمختګ په برخه کې هند د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122327

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122327/

جمهور
  https://www.jomhornews.com