وسله والو غزني کې یو څارنوال او د هغه وراره وژلی دی

28 عقرب 1398 ساعت 9:24

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ناپېژانده وسله والو په غزني ولایت کې د ابتدایه محکمې یو څارنوال او د هغه واره په ډزو وژلي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ناپېژانده وسله والو په غزني ولایت کې د ابتدایه محکمې یو څارنوال او د هغه واره په ډزو وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د لړم ۲۷ مه مازیګر مهال د غزني ښار ته څېرمه د ګنج په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وایي، د غزني د ناوې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې څارنوال محمد حسن حلیمي په خپل موټر کې سپور وو چې د ګنج په سیمه کې پرې نامعلومه وسله والو برید کړی دی.

نوموړی وایي، په دغه برید کې څارنوال محمد حسن حلیمي او وراره یې وژل شوي او وسله وال له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د عدلي او قضايي ارداو پر، قاضیانو، څارنوالانو او کارکوونکو وسله وال بریدونه زیات شوي دي.

څلور ورځې وړاندې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې بګرام ته پر روانو افغان څارنوالو برید وشو، چې دوه تنه یې و وژل شول او دوه نور یې ټپیان شول.

دغه راز تر دې بیا څو ورځې لوګر ولایت کې د پکتیا د استناف محکمې درې قاضیان او یو کارکوونکی په وسله وال برید کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 122332

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122332/

جمهور
  https://www.jomhornews.com