د ملي امنیت شورا سلاکار روسیې ته ولاړ

28 عقرب 1398 ساعت 9:29

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د همګټو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په اوومه ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د همګټو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په اوومه ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا څخه نن سه شنبې د لړم ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلی محب د همګټو هېوادونو په عمومي غونډه کې د هېواد د وروستي امنیتي وضعیت او د حکومت د برنامو په اړه وینا وکړي.

سرچینه زیاتوي، دغه راز به ښاغلی محب د دغه غونډې په څنډو کې د بیلابیلو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره لیدنې ولري او د افغانستان په اړه به ورسره خبرې وکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122333

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122333/

جمهور
  https://www.jomhornews.com