د مزارشریف- تاشکند د مستقیمو پروازونو هوکړه لاسلیک شوه

28 عقرب 1398 ساعت 12:04

ملکي هوايي چلند اداره د مزارشریف- تاشکند او تاشکند- مزارشریف تر منځ د مستقیمو پروازونو د هوکړه د لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.


ملکي هوايي چلند اداره د مزارشریف- تاشکند او تاشکند- مزارشریف تر منځ د مستقیمو پروازونو د هوکړه د لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې له خوا نن سه شنبې د لړم ۲۸ مه خپره شوې خبرپاڼه کې وايي، دا هوکړه، د دې ادارې یو لوړ پوړي پلاوي بلخ ته د سفر پر مهال، افغانستان ته د ازبکستان د هوایي چلند ادارې له راغلي رییس الوغ بیک سره د لیدنې په ترڅ کې لاسلیک کړې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مزارشریف- تاشکند او تاشکند- مزارشریف تر منځ د مستقیمو پروازونو هوکړه لاسلیک کړه او دغه راز یې د کابل – تاشکند د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122338

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122338/

جمهور
  https://www.jomhornews.com