تخار کې یوه زوی خپله مور په تېشه وژلې

28 عقرب 1398 ساعت 12:14

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، تخار ولایت کې یو زوی خپله پنځوس کلنه مور د تېشې ګزارونه کړي او وژلې یې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، تخار ولایت کې یو زوی خپله پنځوس کلنه مور د تېشې ګزارونه کړي او وژلې یې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د لړم ۲۷ مه د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ په موچکان کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیز وایي، قاتل شیدالله نومېږي، چې په خپله مور یې د تېشې وارونه کړي او وژلې یې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه ځوان نه یوازې خپله مور وژلې بلکې خپله خور یې هم ژوبله کړې دی.

دی وایي، د پېښې د رامنځ ته کېدو علت معلوم نه دی، خو پولیسو تورن کس نیولی او پلټنې ترې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 


د مطلب کود: 122341

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122341/

جمهور
  https://www.jomhornews.com