د ناټو عمومي سرمشنی ینس سټولټنبرګ وايي، افغانستان لا هم د ناټو پوځي تړون لپاره تر ټولو ستر ماموریت ګڼل کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون سه شنبې د لړم ۲۸ مه بروکسل کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، ناټو په افغانستان او عراق کې د داعش ډلې د بیا راټوکېدو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی او لا به هم دوام ولري.
د هغه په وینا د افغانستان ماموریت چې لا هم د ناټو تر ټولو پراخ پوځي عملیات ګڼل کېږي دوام لري، چې د ترهګرۍ سره پر مبارزې راټول دی.
دی وایي، په افغانستان کې د ناڼو پوځي ماموریت ځکه دوام لري، تر چې ډاډ تر لاسه شي، چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.
ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی، چې ناټو او ټول متحدان او شریکان یې د داعش ډلې ماتې ته ژمن دي او پر ضد به یې عملیات دوام ولري.
د ناټو مشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې نن د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیران هم غونډه ولري.
دغه غونډه کې به د ناټو تړون غړو هېوادونو د اجنډا پر وروستي کولو او د کتنو پر پروګرام بحث وشي.
د یادونې ده، د ډسمبر مياشتې پر دريمه او څلورمه به د ناټو په هغه سر مشريزه کې چې په لندن کې جوړېږي، د بحثونو په اجنډا کې د افغانستان موضوع هم شامله وي.
جمهورخبري آژانس:کابل