روسیه هم د بیجینګ په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي

29 عقرب 1398 ساعت 10:04

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د دوی استازی به هم د چین پلازمېنې بېجنګ بین الاافغاني غونده کې ګډون وکړي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د دوی استازی به هم د چین پلازمېنې بېجنګ بین الاافغاني غونده کې ګډون وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، دوی به یادې غونډې ته د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ورولېږي.

سرچینه وايي، هیله لري وکړی شي، چې د افغانستان د سولې په مسئله کې مثبت رول ادا کړي او دلته روانه جګړه او اوسنۍ نا امني پای ته ورسېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې غونډه به څه وخت جوړېږي.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړه شي او هیله لري چې د روانې جګړې په ختمولو کې مثبت ګامونه اوچت شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122369

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/122369/

جمهور
  http://jomhornews.com