کابل او لوګر کې پنځه تنه د ترهګرو فعالیتونو په تور نیول شوي

29 عقرب 1398 ساعت 10:13

کورنیو چارو وزارت وايي ځانګړو پولیسو کابل او لوګر ولایتونو کې پنځه تنه د ترهګرو فعالیتونو په تور نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي ځانګړو پولیسو کابل او لوګر ولایتونو کې پنځه تنه د ترهګرو فعالیتونو په تور نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د لړم ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو ځواکونو پرون د کابل په ده سبز او لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، کابل کې د عملیاتو پر مهال یو تن له یو میل وسلې او تجهیزاتو سره نیول شوي او لوګر کې بیا څلور تنه له څلور میله وسلو، سلګونه فیره مرمیو او پوځي تجهیزاتو سره یو ځای نیول وشي دي.

کورنیو چارو وزارت وایي، دغه کسان په ترهګرو فعالیتونو کې لاس درلود، چې پلټنې ترې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122371

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122371/

جمهور
  https://www.jomhornews.com