لوګر کې د امریکایي ځواکونو چورلکه لوېدلې، دوه سرتېري په کې وژل شوي

29 عقرب 1398 ساعت 10:26

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندانۍ تایید کړې، چې لوګر ولایت کې د دوی یوه څرخه لوېدلې او دوه امریکايي سرتېري په کې وژل شوي دي.


افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندانۍ تایید کړې، چې لوګر ولایت کې د دوی یوه څرخه لوېدلې او دوه امریکايي سرتېري په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي دغه چورلکه نن چهارشنبې د لړم ۲۹ مه سهار مهال د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې لوېدلې او دوه امریکایي سرتېري په کې وژل شوي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي د دوی لومړني معلومات ښيي، چې دغه چورلکه د دښمن په ډزو نه ده راغورېدلې.

یاد ماموریت زیاتوي، چې د وژل شویو سرتېرو نومونه به د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ سره سم د څېرنو تر سره کېدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې خپاره کړي.

په ورته وخت کې طالبانو ادعا کړې، چې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو یوه شینوک چورلکه د چاپې پر مهال ويشتې او راغوځولې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پانه ادعا کړې، چې د چورلکې په نسکورولو کې ۵۴ بهرني او داخلي سرتېري وژل شوي دي.

باید و ویل شي، چې د دغه دوه امریکايي سرتېرو په وژل کېدو سره روان کال په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د طالبانو درې مهم غړي د بګرام له زندان څخه خوشي او د دوه امریکایي استادانو سره تبادله شول.

امریکا د دغه تبادلې هرکلي کړی ویلي یې دی، تمه لري، چې دا کار به د سولې او افغانستان کې د جګړې د ختمېدو لپاره زمینه برابره کړي.

خو په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین وړمه ورځ له ولسمشر غني تلېفوني خبرو کې خبرداری ورکړی وو چې که طالبان نرمي ونه ښيي، له افغان حکومت سره به ګډه د هغوی پر وړاندې شدید عمل وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122372

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122372/

جمهور
  https://www.jomhornews.com