د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره:

۶۴ سلنه افغان ماشومانو ښوونځي ته له تګ څخه ډارېږي

29 عقرب 1398 ساعت 12:58

د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یا سیف د چلډرن وايي، ۶۴ سلنه افغان ماشومان د، بریدونو، چاودنو او تښتونې له امله ښونځي ته له تلو ډارېږي.


د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یا سیف د چلډرن وايي، ۶۴ سلنه افغان ماشومان د، بریدونو، چاودنو او تښتونې له امله ښونځي ته له تلو ډارېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې دغه سروې په څلور ولایتونو کې د ۶۰۰ کورنیو او ۹۰ ماشومانو سره له مرکو معلومه کړې ده.

په سروې کې ۹۵ سلنه والدینو ویلی ماشومان یې له یو نه یو ډول پېښې سره مخ شوي او ۶۵ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي، ماشومان یې د چاودنو، بریدونو او تښتونې له امله ښوونځي ته له تګ څخه ډارېږي او د خوندیتوب احساس نه کوي.

سروې کې لیکل شوی یوازې ۳۰ سلنه والدین ۳۰ سلنه افغان ماشومان ځان ښوونځي ته د تلو پر وخت خوندي احساسوي، په داسې حال کې چې دا کچه په نجونو زده کوونکو کې تر هلکانو هم کمه ده.

د سرپل یوې ۱۴ کلنې نجلۍ ویلي، کله چې جګړه پيل شي له کور پرته یې یو ځای هم خوندي نه وي، هغه هم دوی اړ وي چې د کور په یوه خاموشه او ټیټه خونه کې ځانونه پټ کړي.

د کابل یوې ۱۶ کلنې نجلۍ بیا ویلي، ورور یې په دارالامان واټ له خونړي برید سره نږدې و، اوس هم چې دروازه وخوځېږي، دی وډار شي.

په دې سروې کې ۶۲ سلنه پلرونو ویلي ماشومان یې د پېښو مستقیم یا غیر مستقیم شاهدان وو او همدا راز ۳۸ سلنه پلرونو ویلي چ له پېښو وروسته یې ماشومان ځانته زیان اړوي.

۷۳ سلنه پلرونو بیا ویلي، ماشومان یې د وېرې احساس کوي، خو ۴۸ سلنه پلرونو بیا ویلي، له جګړې او چاودنو وروسته یې ماشومان تر اوږد مهاله پورې د بې خوبۍ په ناروغۍ اخته وي.

په راپور کې ۷۰ سلنه پلرونو ویلي، د افغان پوځ او طالبانو په جګړه کې خپل اولادونه خوندي نه احساسوي، ۶۴ سلنه پلرونو ویلي، ماشومان يې ښوونځي ته د تګ پر مهال ډارېږي.

په سروې کې ویل شوي ۵۵ سلنه پلرونو ویلي ماشومان یې بازار ته د تلو پر مهال ډارېږي، خو ۷۰ سلنه پلرونو بیا ویلي چې د اولادونو د رواني درملنې او پالنې لپاره یې خدمات نشته.

د سیف دي چلډرن د افغانستان د څانګې مشر اونو وین مانین وايي، اتلس کلنه جګړه، چاودنې او ډزې د ماشومانو لپاره ورځنی پریشانوونکی معمول ګرځېدلی.

هغه زیاته کړې، زموږ څېړنې ښيي، افغان ماشومان د ذهني روغتیا نه لرلو ښکار ګرځي، باید چې پر ښوونځیو یا ښوونځیو ته نږدې بریدونه کم شي، ماشومان باید د ښوونځي پریښودو ته اړ نه ایستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122377

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122377/

جمهور
  https://www.jomhornews.com