طالبان:

د زندانیانو تبادله،له افغان حکومت سره د خبرو د پیل لپاره نه ده شوې

29 عقرب 1398 ساعت 13:12

وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړي، چې ګڼې د طالب زندانیانو او امریکایي استادانو تبادله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل په شرط تر سره شوې.


وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړي، چې ګڼې د طالب زندانیانو او امریکایي استادانو تبادله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل په شرط تر سره شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ د دوه امریکایي استادانو او تر هغې یوه ورځ وړاندې د درې طالب زندانیانو تر خوشي کېدو وروسته داسې راپورونه ورکړل شول، چې ګنې دغه تبادله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو د پیل لپاره شوې.

خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دغه راپورونه رد کړي او په یوه ټوېټ کې یې ویلي د زندانیانو تبادله د دې لپاره نه ده شوې، چې له افغان حکومت سره مذاکرات پیل شي.

نوموړي زیاته کړې، دا اوازې حقیقت نه لري، چې ګواګي طالبان به د دریو زندانیانو د خوشي کېدو په بدل کې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

خو د طالب زندانیانو د خوشي کولو د اعلان پر مهال ولسمشر غني و ویل، چې انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید، د باور فضا رامنځ ته کولو، سولې د مخامخ خبرو د پیل، تاوتریخوالي د کمېدو او دوه امریکایي استادانو سره د بشري خواخوږۍ په پار خوشي کوي.

د طالب زندانیانو او امریکایي استادانو تر تبادلې وروسته هم افغان حکومت او هم امریکا تمه وښوده، چې طالبان به هم نرمي وښي او د سولې خبرو ته به غاړه کېږي.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې د دریو بندیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا کار د باور فضا رامنځ ته کولو لپاره مهم وو او د سولې پروسه به چټکه کړي.

خو وړاندې طالبانو ویلي وو، د دوی طرف امریکا دی او کله چې له هغوی سره د سولې هوکړه لاسلیک شي، بیا به بین الاافغاني خبرو ته کېني، خو ټینګار یې پر دې و، چې په بین الاافغاني خبرو کې به هم د افغان حکومت استازي د حکومت د استازو په توګه نه بلکې د افرادو په ډول خپل نظریات څرګندوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122379

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122379/

جمهور
  https://www.jomhornews.com