سپینه ماڼۍ:تمه ده د افغانستان جګړه د خبرو لارې پای ته ورسېږي

29 عقرب 1398 ساعت 13:44

سپینې ماڼۍ د درې طالب زندانیانو په بدل کې د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خوشي کېدو هرکلی کړی وایي، داسې هیلې شته، چې د افغانستان اوږده جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.


سپینې ماڼۍ د درې طالب زندانیانو په بدل کې د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خوشي کېدو هرکلی کړی وایي، داسې هیلې شته، چې د افغانستان اوږده جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، واشنګټن هیله لري، چې د افغانستان ۴۰ کلنه جګړې ته سیاسي حل پیدا شي.

خبرپاڼه کې ویل شوي اوس د دې تمه شده، چې د افغانستان دغه اوږده جګړه د خبرو پر مټ حل شي او امریکا به په دې برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

واشنګټن وايي، افغانان او دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي او امریکا د بین الاافغاني سولې او مذاکراتو هر ډول ملاتړ ته تیاره ده.

د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د زندانیانو پر تبادلې خوښي څرګنده کړې وه او ټینګار یې کړی و چې دغه مسئله به د سولې په برخه کې د لا ښه پرمختګ لاره پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تازه څرګندونو کې هغه راپورونه رد کړي، چې ګنې دوی د زندانیانو د تبادلې په بدل کې له افغان حکومت سره د مخامخ مذاکراتو خبر منلې ده.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټوېت کې ویلي، د زندانیانو تبادله له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره نه ده شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122383

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122383/

جمهور
  https://www.jomhornews.com