ملګرو ملتونو کې له افغانو مېرمنو د ملاتړ ځانګړې ډله جوړه شوه

30 عقرب 1398 ساعت 11:17

په ملګرو ملتونو کې له افغان مېرمنو د ملاتړ ځانګړې ډله جوړه شوې، چې موخه یې د سولې او حکومتولۍ په برخه کې له افغان مېرمنو ملاتړ دی.


په ملګرو ملتونو کې له افغان مېرمنو د ملاتړ ځانګړې ډله جوړه شوې، چې موخه یې د سولې او حکومتولۍ په برخه کې له افغان مېرمنو ملاتړ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ډله د نړۍ د یو شمېر ښځینه دیپلوماتانو څخه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې عادله زار په هڅو جوړه شوې ده.

مېرمن راز وایي، دغه ډله به د سولې په خبرو اترو کې د افغانو میرمنو د حقونو او لاس ته راوړنو د خوندیتوب لپاره عدالت غوښتنه وکړي.

په یاده ډله کې شامله په ملګرو ملتونو کې د برېتانیا دایمي استازې ګرین پرېس وايي، افغانستان له امریکا مخکې ښځو ته د رایو ورکولو حق ورکړ، دا یوه مهمه او تاریخي شیبه ده.

نوموړي زیاته کړې، که څه هم په وروستیو کلونو کې د دوی لپاره ځینې ننګونې رامنځته شوې، خو د دې تر څنګ افغانستان د بشري حقونو په اړه ډیرې ژمنې لري.

هغې ویلي« موږ له هر حکومته چې طالبان په کې شامل وي او که نه تمه لرو چې له نړیوالو سره کړیو وعدو ته ژمن واوسي.»

په ملګرو ملتونو کې د برېتانیا دایمي استازې ګرین پرېس ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید هر ډول حکومت د ښځو حقونو ته پام وکړي.

د یادونې ده، چې له افغانو مېرمنو د ملاتړ په دې ډله کې تر اوسه د استرالیا، کاناډا، فرانسې، یونان، هنګري، ایټالیا، قرغزستان، ایرلینډ، افریقايي ټولنې، اماراتو، ترکمنستان، سریلنکا، قطر، پولنډ، ناروې، لیتوانیا او لبنان څخه راغلو ښځینه ډیپلوماتانو برخه اخیستې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122404

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122404/

جمهور
  https://www.jomhornews.com