سیمه ییز چارواکي وایي، غور ولایت کې یو په نشه روږدي زوی خپل پلار وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د لړم ۲۹ مه د غور مرکز فیروزکوه په قدوس بالا سیمه کې رامنځ ته شوې.
د غور د پولیسو ویاند سمیع نژاد جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه ځوان په نشه روږدی و او له خپل پلار سره یې تر لفظي شخړې هغه وژلی دی.
نوموړي ویلي، قاتل له سیمې په تېښته بریالی شوی او تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل هم نه دی معلوم خو پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې بیا تخار کې یوه زوی خپله مور په تېشه وژلې وه.
جمهورخبري آژانس:غور