د ملي امنیت مرستیال ادیب فهیم له دندې استعفا کړې

30 عقرب 1398 ساعت 12:18

د ملي امنیت مرستیال ادیب فهیم له دندې استعفا کړې او استعفا یې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا منل شوې هم ده.


د ملي امنیت مرستیال ادیب فهیم له دندې استعفا کړې او استعفا یې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا منل شوې هم ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ادیب فهیم د ملي یووالي حکومت له جوړېدو کال وروسته د ملي امنیت ریاست د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شول او څلور کاله یې یاده دنده مخ ته یووړه.

خو اوس وایي، نور نه شي کولی خپلې دندې ته دوام ورکړي نو ځکه یې استعفا ورکړې ده.

ادیب فهیم په خپل استعفا لیک کې ویلي، چې د شخصي ستونزو له امله نور دغه دندې ته ادامه نه شي ورکولی.

نوموړي له ولسمشر غني او اجرائیه رییس څخه مننه کړې، چې پر ده یې باور کړی و او د دغه مهم ارګان د مرستیال په توګه یې ټاکلی وو.

ده ملي امنیت ریاست د هېواد مهم ارګان بللی دی او په دې برخه کې یې د مهمو پرمختګونو ډاډ ورکړی.

فهیم ویلي چې د کاري مودې پر مهال یې د ملي امنیت ریاست پیاوړی شوی او د دغه ریاست کارونه د هېواد له برخلیک سره مستقیمه اړیکه لري.

په ورته وخت کې د ادیب فهیم په استعفا لیک کې معلومېږي، چې ولسمشر غني هم د نوموړي استعفا منلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122411

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122411/

جمهور
  https://www.jomhornews.com