د نوماندانو شورا:

د ټاکنو پایلې د منلو نه دي، افغانستان د بحران خوا ته بیايي

30 عقرب 1398 ساعت 12:34

د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو شورا د ټاکنو د بحراني کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وایي، ټاکنو کې درغلي شوې او افغانستان یې بحران خوا ته بېولی دی.


د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو شورا د ټاکنو د بحراني کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وایي، ټاکنو کې درغلي شوې او افغانستان یې بحران خوا ته بېولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د نوماندانو شورا نن پنشنبې د لړم ۳۰ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ادعا وکړه، چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې او کمېسیون یې تورن کړ، چې غیر بایومتریک رایې یې سیستم ته داخلې کړې دي.

د دغه شورا په استازيتوب د ولسمشرۍ یوه نوماند احمد ولي مسعود و ویل، د ټاکنو کمېسیون غیر بایومتریک رایې هم سیستم ته داخلې کړې او که څوک په دې کې شک لري نو د پایلو له اعلان وروسته دې د ټاکنو شکایتونو کمېسیون سره خپل شکایات ثبت کړي.

نوموړي و ویل«د کاندیدانو شورا په قاطعیت سره وايي، چې په دې ډول د دغو انتخاباتو نتایج د منلو وړ، شرعي، قانوني او دموکراټیک نه دي، شفاف نه دي او له همدې امله د منلو وړ نه دي.»

احمد ولي مسعود خبرداری ورکړو چې د داسې انتخاباتو پایلې نه مني، چې په حقیقت کې له خپل اصلي مسیر څخه منحرف او بحراني شوي دي.

هغه وویل، لکه څنګه چې کاندیدانو د انتخاباتو د کمېسیون کمېشنران ټاکلي دي د هغوی د صلاحیتونو د بېرته اخیستلو حق هم لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو دوه نورو نوماندانو عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار هم ټاکنې له درغلۍ ډکې بللې او ویلي یې دي، چې که د رای شمېرنې بهیر ونه ځنډول شوي، سپینې او تورې رایې لومړي سره بېلې نه شي دوی ته پایلې د منلو نه دي.

خو د ټاکنو کمېسیون وایي، د بیا رای شمېرنې بهیر اوس هم دوام لري، چې په ۱۷ ولایتونو کې په بشپړ توګه مکمل شوی، په لسو ولایتونو کې دوهم لري او په شپږو نور کې هم هڅه کوی، چې پیل شي.

د کمېسیون په وینا څنګه چې د بیا رای شمېرنې بهیر په ۳۴ ولایتونو کې بشپړ او معلومات یې مرکز ته ورسېږي دوی به له ځنډ پرته د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش


د مطلب کود: 122412

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122412/

جمهور
  https://www.jomhornews.com