سیګار:

سږ کال پر افغان ځواکونو ۴۹ نفوذي بریدونه شوي دي

2 قوس 1398 ساعت 9:09

د افغانستان په بیا رغونې د امریکا د څار اداره یا سیګار وايي، سږ کال پر افغان ځواکونو د نفوذي کسانو له خوا ۴۹ بریدونه شوي دي.


د افغانستان په بیا رغونې د امریکا د څار اداره یا سیګار وايي، سږ کال پر افغان ځواکونو د نفوذي کسانو له خوا ۴۹ بریدونه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار ویلي، یوازې له تېرې جون تر اګست میاشتې پورې د افغان ځواکونو په لیکو کې ۳۰ نفوذي بریدونه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دا تر جون وړاندې د دریو میاشتو په پرتله بې ساري ارقام دي او په دغو دریو میاشتو کې له نفوذي بریدونو ۸۶ سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سیګار ویلي، په ټول کې سږ کال د افغان ځواکونو په لیکو کې د نفوذي بریدونو په ترڅ کې ۱۶۷ افغان سرتېري وژل شوي دي.

تر اوسه پورې ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122420

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122420/

جمهور
  https://www.jomhornews.com