۰

امریکايي سناتورانو د افغان سولې پر بهیر د څارنې لپاره یوه لایحه چمتو کړې

شنبی ۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۸
د امریکا د سنا محلس دوه غړو د افغانستان د سولې پر بهیر د ښې څارنې لپاره یوه لایحه ترتیب کړې او کانګرس ته یې وړاندې کړې ده.
امریکايي سناتورانو د افغان سولې پر بهیر د څارنې لپاره یوه لایحه چمتو کړې
د امریکا د سنا محلس دوه غړو د افغانستان د سولې پر بهیر د ښې څارنې لپاره یوه لایحه ترتیب کړې او کانګرس ته یې وړاندې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه طرحه سناتور باب مندز او سناتور تاد یانګ له خوا ترتیب شوې او کانګرس ته صلاحیت ورکړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هر ډول هوکړې کېدل وڅاري.

د افغانستان د دوامداره سولې ضمانت تر نامه لاندې طرحې د وړاندیز هدف د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو او د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو ساتنه، د سرتېرو د ناڅاپه وتلو په نتیجه کې د گډوډیو د رامنځ ته کېدو او د تروریزم په اډې باندې د افغانستان د تبدیلېدو مخنیوی گڼل شوی دی.

له دې مخکې د امریکا کانگرس د طالبانو سره د خبرو د څرنګوالي او دا چې د هغې د محتوا په اړه زیات جزییات نه دي ورکړل شوي اندېښنه څرګنده کړې وه.

که چېرې دغه قانون د سنا په مجلس کې تصویب شي، د امریکا کانګرس به د افغانستان د سولې په اړه مشورتي او نظارتي رول ومومي.

امریکايي سناتوران د افغان سولې په اړه طرحه پر داسې مهال کوي، چې ولسمشر ټرمپ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تازه د سولې په اړه خبرې کړې دی.

ارګ وايي، دواړو ولسمشرانو د پنشنبې په ماښام په تېلېفون خبرو کې پر سولې، او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړتیا او پرمختګونو مفصلې خبرې وکړې.

ټرمپ په خپلو خبرو کې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو په خوشي کولو کې د افغان ولسمشر له همکارۍ مننه او دغه راز په ننګرهار کې د افغان ځواکونو له خوا د داعش د ماتې ستاینه کړې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه تلېفوني خبرو کې ولسمشر غني د حکومت د سولې پر اوه مادیز پلان خبرې وکړې او ټرمپ هم د سولې په خبرو کې د اوربند په ټښګت ټینګار کړی ویلي یې دي، د دې لپاره چې د سولې پروسه بریالي شي د افغان حکومت ګډون او مدیریت په کې حتمي دی، چې سر له اوسه باید پیل شي.

سرچینه زیاتوي، چې دې خبرو په پای کې ټرمپ ولسمشر غني ته امریکا ته د ورتګ رسمي بلنه وکړه، چې د ولسمشر غني له خوا منل شوې ده.

ارګ دا نه دي ویلي، چې ولسمشر به څه وخت امریکا ته سفر وکړی، خو دا لومړی ځل دی، چې ډونالډ ټرمپ ولسمشر غني ته د سفر رسمي بلنه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي