راپورونه وايي، پلازمېنه کابل کې د پولیسو په رنجر موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوې، چې له امله یې یو پولیس ټپي شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د لیندۍ دوهمه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړو قلعه وزیر په سیمه کې شوې ده.
امنیتي سرچینې وايي، چاودنه د پولیسو په رنجر موټر شوې، چې له امله یې یو پولیس ټپي شوی او بل چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه هم کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل