سرچینې:

خلیلزاد دوحې ته رسېدلي، ښايي ټرمپ د سولې د مذاکراتو بیا پیل رسمي ډول اعلان کړي

2 قوس 1398 ساعت 10:17

راپورونه د ځینو سرچینو په حواله وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له واشنګټن څخه دوحې ته رسېدلی دی.


راپورونه د ځینو سرچینو په حواله وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له واشنګټن څخه دوحې ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې دا نه دي ویلي، چې خلیلزاد څخه وخت دوحې ته رسېدلي خو نوموړی به له طالبانو سره د سولې خبرې په پټه له سره پیل کړي.

په ورته وخت کې سرچینې دا هم ویلي، تمه کېږي، روانه اونۍ به د ولسمشر ټرمپ له خوا د مذاکراتو د علني کیدو او بیرته په رسمي توګه د پلیدو خبر اعلان هم وشي.

دوحې ته د خلیلزاد د تګ او سولې مذاکراتو د بیا پیل خبر پر داسې مهال ورکول کېږی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې اداره یې له طالبانو سره د سولې پر هوکړه لیک په کار بوخته ده.

ښاغلي ټرمپ د فاکس نیوز تلوېزیون په یوه خپرونه کې ویلي«دا مهال له طالبانو سره د سولې په هوکړه خبرې روانې دي، خو وبه لیدل شي، چې څه کېږي؟»

خو ټینګار یې کړي، چې د امریکايي پوهنتون د استادانو او د طالب مهمو بندیانو په خوشې کېدو به افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

تر دې وړاندې ولسمشر ټرمپ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم د افغان سولې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پرمختګونو مفصلې تلېفوني خبرې کړي دي.

ارګ ویلي، دواړو مشرانو تر منځ دغه تلېفوني مکالمه د تېرې پنشنبې په ماښام وشوه او ټینګار پرې دې و، چې د سولې خبرو په پیل کې اوربند باید لومړۍ شرط وي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو په خوشي کولو کې د افغان ولسمشر له همکارۍ مننه او دغه راز په ننګرهار کې د افغان ځواکونو له خوا د داعش د ماتې ستاینه کړې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه تلېفوني خبرو کې ولسمشر غني د حکومت د سولې پر اوه مادیز پلان خبرې وکړې او ټرمپ هم د سولې په خبرو کې د اوربند په ټښګت ټینګار کړی ویلي یې دي، د دې لپاره چې د سولې پروسه بریالي شي د افغان حکومت ګډون او مدیریت په کې حتمي دی، چې سر له اوسه باید پیل شي.

سرچینه زیاتوي، چې دې خبرو په پای کې ټرمپ ولسمشر غني ته امریکا ته د ورتګ رسمي بلنه وکړه، چې د ولسمشر غني له خوا منل شوې ده.

ارګ دا نه دي ویلي، چې ولسمشر به څه وخت امریکا ته سفر وکړی، خو دا لومړی ځل دی، چې ډونالډ ټرمپ ولسمشر غني ته د سفر رسمي بلنه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122426

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com