نورستاني:

که د رای شمېرنې پر وړاندې خنډونه لرې نه شي په نورو لارو غور کوو

2 قوس 1398 ساعت 10:34

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، د ځینو انتخاباتي ټکټونو د ملاتړو د اعتراضونو له لا هم په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه نه ده پیل شوې.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، د ځینو انتخاباتي ټکټونو د ملاتړو د اعتراضونو له لا هم په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه نه ده پیل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پنجشېر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، تخار او بدخشان هغه ولایتونه دي، چې د کمېسیون په وینا لا هم په کې د بیا رای شمېرنې پروسه نه ده پیل شوې.

یاد کمېسیون په دغه ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسې د نه پیل کېدو لامل د ځینو انتخاباتي ټکټونو او د هغوی د ملاتړو له خوا اعتراضونه یادوي، خو خبرداری ورکوي، که دغه خنډونه لرې نه شي، کمېسیون به په نورو لارو چارو غور وکړی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني ویلي، دوه اونۍ کېږی، چې کمېسیون په ولایتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو د بیا رای شمېرنې لړۍ پیل کړې، خو په ۷ ولایتونو کې د ځینو انتخاباتي ټکټونو او د هغوی د ملاتړو له خوا له ستونزو سره مخ شوې ده.

هغې په خپلو څرګندونو کې ویلي«متاسفانه په ۷ ولایتونو کې د رای شمېرنې بهیر نه دی پیل شوی، موږ ځکه د ژمنې سره سم د ټاکنو پایلې اعلان نه شوای کړی، چې دغه ستونزې ته حل لار پیدا کړو او په دې ولایتونو کې هم رای شمېرنه پیل او بشپړه کړو، خو که زموږ د کار پر وړاندې خنډونه دوام ولري، نو په دې صورت کې زه او د کمېسیون پاتې نور شپږ یا اوه کمېشنران به په دې فکر وکړ، چې څه باید وکړو.»

خو دا چې که په ۷ ولایتونو کې دغه ستونزې ته حل لار پیدا نه شي نو کمېسیون به کومې نور لارې چارې غوره کړي، مېرمن نورستیاني جزیات نه دي ورکړی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، د ځینو انتخاباتي ټکټونو د ملاتړو د اعتراضونو له لا هم په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه نه ده پیل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122428

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122428/

جمهور
  https://www.jomhornews.com