۰
د ټاکنو کمېسیون:

تر څو د بیا رای شمېرنې بهیر نه وي بشپړ شوی د ټاکنو پایلې نه شو اعلانولی

شنبی ۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۵
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر څو د ولسمشرۍ ټاکنو د بیا رای شمېرنې پروسه نه وي بشپړه شوې د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه شي اعلانولی.
تر څو د بیا رای شمېرنې بهیر نه وي بشپړ شوی د ټاکنو پایلې نه شو اعلانولی
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر څو د ولسمشرۍ ټاکنو د بیا رای شمېرنې پروسه نه وي بشپړه شوې د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه شي اعلانولی.

د یاد کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي نن شنبې د لیندۍ دوهمه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په ۲۳ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه شوې، په څلور کې دوام لري او په ۷ نور ولایتونو کې د ځينو ستونزو له امله نه ده پیل شوې.

ابراهیمي زیاته کړه، په هغه ۷ ولایتونو کې چې لا هم د بیا رای شمېرنې پروسه نه ده پیل شوې، لامل یې د ځینو انتخاباتي ټکټونو د ملاتړو اعتراضونه دي.

نوموړي و ویل، چې کمېسیون مشرتابه د دغه ستونزې د هواري لپاره د ټاکنیزو ټیمونو سره په خبرو بوخت دي، تر څو په دې ولایتونو کې هم د رای شمېرنې پروسه پیل شي.

هغه دا ونه ویل، چې له انتخاباتي ټکټونو سره یې خبرو کومه مثبته پایله ورکړې که نه خو ټینګار یې وکړ، تر چې په ټولو ولایتونو کې د رای شمېرنې پروسه نه وي بشپړه شوې، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به اعلان نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني هم تایید کړې، چې د ځینو انتخاباتي ټکټونو د ملاتړو د اعتراضونو له امله لا هم په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه نه ده پیل شوې.

پنجشېر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، تخار او بدخشان هغه ولایتونه دي، چې د کمېسیون په وینا لا هم په کې د بیا رای شمېرنې پروسه نه ده پیل شوې.

خو د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني خبرداری ورکړی، که دغه خنډونه لرې نه شي، کمېسیون به په نورو لارو چارو غور وکړی.

هغې په خپلو څرګندونو کې ویلي«متاسفانه په ۷ ولایتونو کې د رای شمېرنې بهیر نه دی پیل شوی، موږ ځکه د ژمنې سره سم د ټاکنو پایلې اعلان نه شوای کړی، چې دغه ستونزې ته حل لار پیدا کړو او په دې ولایتونو کې هم رای شمېرنه پیل او بشپړه کړو، خو که زموږ د کار پر وړاندې خنډونه دوام ولري، نو په دې صورت کې زه او د کمېسیون پاتې نور شپږ یا اوه کمېشنران به په دې فکر وکړ، چې څه باید وکړو.»

خو دا چې که په ۷ ولایتونو کې دغه ستونزې ته حل لار پیدا نه شي نو کمېسیون به کومې نور لارې چارې غوره کړي، مېرمن نورستیاني جزیات نه دي ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون وایي، دوی په ۲۲ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه کړې، په پنځو ولایتونو کې دوام لري او په ۷ ولایتونو کې په ټپه درېدلې ده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي