سرچینې:

ښايي راتلونکې اوونۍ د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې بیا پیل شي

2 قوس 1398 ساعت 13:06

د سولې بهیر او طالبانو ته نېږدې سرچینې تاییدوي، چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې پټې خبرې روانې دي.


د سولې بهیر او طالبانو ته نېږدې سرچینې تاییدوي، چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې پټې خبرې روانې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې وايي، خلیلزاد قطر ته رسېدلی او له طالبانو سره یې خبرې پټې او د رسنیو له سترګې لرې روانې دي.

د طالبانو د واکمنۍ یوه لوړ پوړي چارواکي مولوي قلم الدین جمهور آژانس سره تلېفوني مرکه کې د خلیلزاد او طالبانو د پټو خبرو د پیل تایید وکړ او ویې ویل، چې د سولې خبرې بیا پیل شوې دي.

نوموړي و ویل«دغه خبرې اوس په پټه روانې دي، خو ښايي راتلونکې اوونۍ په رسمي او علني ډول له سره پیل شي.»

دا چې د خلیلزاد او طالبانو تر منځ پټو خبرو کې څه ویل شوي ښاغلي قلم الدین ډېر جزیات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه، چې د دوی خبرې په ابتدايي مرحله کې دي، ځکه هر لحظه امکان لري، چې د امریکا له خوا بیا د ستونزو سره مخ شي.

د قلم الدین په وینا طالبان له خلیلزاد سره خبرو کې پر پخواني دریځ چې په تېرو ۹ میاشتو کې یې له امریکا سره پرې خبرې کړې ټینګار لري.

د هغه په وینا د طالبانو ټینګار په دې خبرو کې پر دې دي، چې لومړی باید د دوی او امریکا تر منځ مخکنئ هوکړه لاسلیک شي تر څو بین الاافغاني خبرو او اوربند ته لار هواره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له فاکس نیوز تلوېزیون سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې اداره یې له طالبانو سره د سولې خبرو او نوې موافقت نامې په اړه کار کوي.

نوموړي ویلي، ادارې یې پر دغه موافقت نامه کار روان کړی او ګوري چې څه کېږي.

خو ټینګار یې کړي، چې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو او درې مهم طالب بندیانو تبادله به وکولی شي، په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږي.

ټرمپ د تېرې پنشنبې په ماښام له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم د سولې په اړه مفصلې تلېفوني خبرې کړې او له هغه څخه یې د دوه امریکايي استادانو د خوشي کولو په برخه کې له همکارۍ څخه مننه کړې.

ارګ وايي، دواړو مشرانو په دې تلېفوني مکالمه کې د سولې خبرو د پیل تر څنګ په خبرو کې پر اوربند هم ټینګار کړی او ټرمپ ویلي، چې افغان حکومت باید سر له اوسه د سولې پروسه کې ورکډ او د هغو په مدیریت مخ ته ولاړه شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 122437

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122437/

جمهور
  https://www.jomhornews.com