سیمه ییز چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د دوه نظامیانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د لیندۍ اوله ناوخت مهال د کاپيسا ولایت په آله سای ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش وايي، چاودنه د اله سای ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې چې له امله یې درې ملکي وګړي وژل شوي او د دوه نظامیانو په ګډون ۷ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې، د پېښې ټپیان د دغه ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
نوموړي زیاتوي، چې دا ماین د دې ولسوالۍ په بازار کې د افغان ځواکونو د په نښه کولو لپاره ځای پر ځای شوی و.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کاپیسا