ټاکنو کمېسیون د ۱۱۷۹ محلونو رایې باطلې اعلان کړې

3 قوس 1398 ساعت 7:45

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د ټاکنو د ۱۱۷۹ محلونو له بیا شمېر او څېړنې وروسته باطلې اعلان کړې دي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د ټاکنو د ۱۱۷۹ محلونو له بیا شمېر او څېړنې وروسته باطلې اعلان کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه، چې د له دوه نیم زره زیاتو محلونو رایې بیا شمار شي، خو په ۷ ولایتونو کې دغه بهیر د ځینو انتخاباتي ټکټونو په ځانګړي ډول د عبدالله عبدالله د ټکټ له خوا د خنډونو سره مخ شوی او د بیا رای شمېرنې پروسه تر اوسه په کې نه ده پیل شوې.

خو ټاکنو کمېسیون وایي، دوی د رای شمېرنې پروسه په ټاکنو کې د شفافیت او عدالت د تیمن په موخه بیا پیل کړې او ټوله هڅه یې پر دې ده، چې د خلکو د رښتینو رایو پر بنسټ راتلونکی حکومت جوړ شي.

کمېسیون وایي، همدې ته په کتو یې د ټاکنو قانون د ۸۶ مادې سره سم په ۸۵۳۱ محلونو کې چې ستونزې په کې ثبت شوې وې د بیا تفتیش او شمېرنې پرېکړه وکړه.

د کمېسیون چارواکي وایي، د رای شمېرنې پروسه د لړم پر ۱۸ مه نېټه پیل شوه خو د پیل سره سم یې د ځینو انتخاباتي ټکټونو له خوا اعتراضونه پیل او وروسره سم د څلورو ورځو لپاره د بیا رای شمېرنې پروسه ودرول شوه.

خو زیاتوي، چې وروسته کمېسیون د انتخاباتي ټکټونو سره تر ګڼو ناستو او خبرو وروسته د رای شمېرنې پروسه بیا پیل کړه، چې په ۲۴ ولایتونو کې بشپړه شوې، په درې ولایتونو کې دوام لري او په ۷ ولایتونو کې لا هم د انتخاباتي ټکټونو د اعتراضونو له امله نه ده شروع شوې.

کمېسیون په اعلامیه کې ویلي، چې د تفتیش او بیا شمېرنې په دغه پروسه کې د ټاکنو قانون د ۸۶ مادې او د تفتیش د لایحې د ۱۱ مادې سره سم په خپله ۱۰۵ مه پرېکړه کې د ۲۴۲۳ محلونو رایې ځانګړي تفتیش ته وړاندې کړې.

سرچینه زیاتوي، چې له دې وروسته د هغه ولایتونو چې د تفتیش مواد یې مرکزي دفتر ته رسېدلي له ۲۴۲۳ محلونو څخه د ۱۱۹۰ محلونو د تفتیش او رای شمېرنې پایلې چک شوې، چې د له ډلې یې د ۱۱۷۹ محلونو رایې غیر معتبرې دي.

ټاکنو کمېسیون ټینګار کړی لکه څنګه یې چې وړاندې ویلي، دوی ته یوازې بایومتریک رایې د منلو دي په همدې اساس به باوري او غیر باوري رایې د قانون، لوایحو او کړنلارو سره سم تثبیت شي.

د کمېسیون په اعلامیه کې د افغانستان خلکو او د ټاکنو ښکېلو غاړو ته ډاډ ورکړل شوی، چې دوی بې پرې دي او د قانون لوایحو او کړنلارو سره سم به خپل کارونه مخ ته وړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا هم ټینګار کړی، چې که کوم انتخاباتي ټکټ اعتراض لري د دوی دروازې یې پر مخ خلاصي دي او که یې قناعت حاصل نه شو کولی خپل اعتراض او شکایتونونه اړونده مرج کې ثبت کړي.

کمېسیون له ټولو انتخاباتي ټکټونو غوښتنه کړې، چې اجازه ورکړي خپلې چارې د قانون سره سمې مخ ته یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122453

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122453/

جمهور
  https://www.jomhornews.com