۰
امریکا:

چین د افغان سولې او ثبات لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی

یکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۷
د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز پر چین تور پورې کړی، چې د افغان سولې او ثبات لپاره یې هېڅ اقدام نه دی کړی.
چین د افغان سولې او ثبات لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی
د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز پر چین تور پورې کړی، چې د افغان سولې او ثبات لپاره یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ویلز دغه څرګندونې د امریکا د ویلسن تحقیقاتي مرکز کړې او ویلي یې دي، چین ته د خلیلزاد له پرلپسې سفرونو او د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره تر لیدونو وروسته هم بېجنګ د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې کوم مثبت ګام نه دی پورته کړی.

نوموړې ټینګار کړی، چې امریکا له چین سره ګڼې مشورې وکړې او ځینې مسایل یې ورسره شریک کړل، خو په وینا یې چین تر اوسه د منځنۍ اسیا له ېیوادونو هم له افغانستان سره د ثبات په برخه کې کمه مرسته کړې ده.

هغې ویلي«چین له افغانستان سره هېڅ مالي مرسته هم نه ده کړې، تر دوی تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له افغانستان سره د سیمه ییز اتصال پروژو، د برېښنا او سوداګرۍ په برخه کې ډېره مرسته کړې ده.»

خو مېرمن ویلز ویلي چین دا مهال پراخ فرصت لري، چې د افغانستان د ستونزو د سیاسي حل یوه برخه او مهم لوبغاړی شي.

امریکا پر داسې مهال چین د افغان سولې او ثبات په برخه کې په نه مرسته تورنوي، چې دغه هېواد په پام کې لري، د افغان سولې لپاره یوه بین الاافغاني ناسته جوړه کړي.

ټاکل شوې وه دغه ناسته څه موده مخکې تر سره شوې وایی، خو د ځینو ستونزو او افغان حکومت په غوښتنه ځندول شوې، چې د پیل نېټه یې لا هم نه ده مشخصه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي