۰

چک جمهوریت، له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي

یکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۷
د چک جمهوریت د دفاع وزیر لوبومیر متنار ویلي، ډېر ژر به له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.
چک جمهوریت، له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي
د چک جمهوریت د دفاع وزیر لوبومیر متنار ویلي، ډېر ژر به له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جمهوریت په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰ سرتېري لرل چې په لوګر او د پروان په باګرام نظامي اډه کې مېشت وو.

ښاغلي متنار له چک رادیو سره مرکه کې زیاته کړې، ښايي تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په باګرام هوایي اډه کې مېشت خپل پوځیان له دې هېواده وباسي.

نوموړي ویلي، که له طالبانو سره د امریکا خبرې بریالۍ کېږي او دا بریا له افغانستانه د پوځیانو په وتلو او یا کمولو پورې تړلې وي، نو دوی به ډېر ژر دې مسئالې ته مثبت ځواب ووایي او خپل سرتېري به له دې هېواده وباسي.

باید و ویل شي، زیات شمېر چکي سرتېري چې په لوګر کې مېشت وو له افغانستانه وتلي دي او اوس یوازې ۱۷۰ سرتېري په باګرام هوایي اډه کې پاتې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي