۰
چارواکي:

دایکنډي کې ۸ امنیتي سرتېري او ۶۰ طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې دایکنډي ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دایکنډي کې ۸ امنیتي سرتېري او ۶۰ طالبان وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې دایکنډي ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د لیندۍ ۲ مه وروسته له هغې رامنځ ته شوې، چې طالبانو د دایکنډي ولایت د کجران ولسوالۍ پر امنیتي کمربند برید کړی.

د دایکنډي امنیه قوماندان محمد اقا داودو وایي، سلګونو طالبانو د شپې یوه بجه د کجران ولسوالۍ پر امنیتي کمربند بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په بریدونو کې د پولیسو او ملي اردو ۸ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

خو په وینا یې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې تر ۶۰ پورې طالبان هم وژل شوي او پر شاه تمبول شوي دي.

طالبانو هم په کجران ولسوالۍ کې د جګړې پخلی کړی او د ۱۱ افغان سرتېرو د وژلو ادعا یې کړې، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:دایکنډي
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي