۰

نورستاني: ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړو

یکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۲
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به ډېر ژر اعلان کړي خو کره نېټه یې ونه ښوده.
نورستاني: ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړو
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به ډېر ژر اعلان کړي خو کره نېټه یې ونه ښوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن نورستاني دغه څرګندونې نن یکشنبې د لیندۍ دوهمه کابل کې د ښځینه پوځیانو په لومړني کنفرانس کې د وینا پر مهال وکړه.

نوموړې و ویل، چې د ټاکنو کمېسیون د بیا رای شمېرنې پروسه پیل کړې، چې په یوه ګڼ شمېر ولایتونو کې بشپره شوې، خو په ۷ ولایتونو کې د ځینو انتخاباتي ټکټونو د اعتراضونو له امله په ټپه درېدلې.

مېرمن نورستاني و ویل، چې اوس هم په ځينو ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه دوام لري، او څنګه چې په ۷ پاتې ولایتونو کې هم دغه بهیر پیل او پای ته ورسېږي، کمېسیون به ډېر ژر د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې دغه څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې ځینو انتخاباتي ټکټونو د بیا رای شمېرنې بهیر سره مخالفت څرګند کړی دی.

د عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار ټیمونو د ټاکنو کمېسیون د دولت جوړونکي ټیم په ملاتړ تورن کړی او ادعا کوی، چې ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي.

دوی د بیا رای شمېرنې له پروسې سره بایکاټ کړي، خپل نظارین د څار لپاره نه ورلېږي او وایي، د ټاکنو کمېسیون پرېکړې غیر قانوني او دوی ته د منلو نه دي.

د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وایي، تر چې د دوی قناعت نه وي حاصل شوي په اوس مهال کې ورته د ټاکنو کمېسیون هېڅ یوه پرېکړه هم د منلو نه ده.

خو کمېسیون د بیا رای شمېرنې پروسې تر دوهم ځلي پیل وروسته په تازه اقدام کې د ۱۱۷۰ محلونو رایې باطلې اعلان کړې او وایي، د نور رایو تفتیش دوام لري.

کمېسیون وایي، د رای شمېرنې بهیر د دوی قانوني صلاحیت دی او که کوم ټیم اعتراض لري نو خپل شکایات دې اړونده مرجع کې ثبت کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټینګار کړی، چې دوی په پوره شفافیت، عدالت او بې طرفۍ سره هڅه کوي سپینې او تورې رایې سره بېلې او ولس د حقیقي رایو پر بنسټ د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

کمېسیون له ټاکنیزو ټیمونو دا غوښتنه هم کړې، چې دوی پرېږدي له قانون او کړنلارو سره سم خپل کارونه مخ ته ویسي، خو په ورته وخت کې یې خبرداري ورکړی، چې که انتخباتي ټکټونه د دوی پر وړاندې له ستونزو جوړولو لاس په سر نه شي نو له حکومت نه به په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي