ولسمشرغني:

د کابل پولیسو کړنې د قناعت وړ نه دي، په دریو میاشتو کې باید ځان ثبات کړي

3 قوس 1398 ساعت 13:17

ولسمشر محمد اشرف غني د جرایمو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د کابل پولیسو کړنې د قناعت وړ نه دي بللې او پولیسو ته یې وخت ورکړي، چې په دریو میاشتو کې ځان ثبات کړي.


ولسمشر محمد اشرف غني د جرایمو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د کابل پولیسو کړنې د قناعت وړ نه دي بللې او پولیسو ته یې وخت ورکړي، چې په دریو میاشتو کې ځان ثبات کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر پرون شنبې د لیندۍ ۲ مه ماښام مهال د کابل ښار د درېیم امنیتي زون د امنیتي ارزونې پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه امنیتي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال، ستر امنیتي معین، د کابل امنیه قوماندان او د کابل ښار د دریم امنیتي زون مسوولینو او د حوزو امرینو هم حضور درلود.

سرچینه زیاتوي، چې په پیل کې د کابل د درېیم امنیتي زون امنیتي مسوولینو په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو، خلکو ته د غوره امنیت تامین او له جرمي شبکو سره د مبارزې په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

خو سرچینه وایي، ولسمشر غني و ویل، دی او خلک د کابل پولیسو له کړنو خوښ نه دي او په وینا یې د کابل پولیس تر اوسه نه دي، توانېدلي چې د خلکو امنیتي ستونزې او د جرمونو کچه راکمه او د قناعت وړ پایلې ترلاسه کړي.

ولسمشر ویلي، چې په کابل ښار کې اوس هم جرایم د خلکو ژوند ګواښي او خلک د خوندیتوب احساس نه کوي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې د نشه یي توکو د قاچاقبرانو، جرمي شبکو او قانون ماتونکو پر وړاندې دې جدي اقدامات وشي، د نشه یي توکو د قاچاق او پلور مخنیوی دې وشي او په امنیتي بنسټونو کې دې اساسي تغییرات او اصلاحات راوړل شي.

هغه امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د مفسدینو او فساد جدي مخنیوی وکړي او د کابل ښار د پولیسو په هره کچه کې باید د فساد ضد جدي مبارزه وشي، ټینګار یی کړی، چې یوازې بنسټیز تغییرات او اصلاحات خلکو ته خوندي چاپیریال رامنځته کولی شي.

ولسمشر ټینګار کړی، چې د کابل لپاره دې منظم او هر اړخیز امنیتي پلان طرحه او تر جدي څار لاندې عملي شي، ترڅو په کابل ښار کې بشپړ امنیت تامین شي.

ښاغلي غني د کابل پولیسو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې د غوره امنیت تامین، فساد ضد مبارزې او اصلاحاتو په برخه کې ځان ثابت کړي او زیاته یې کړه، د خلکو امنیتي ستونزې باید په بنسټیز ډول حل شي او د امنیت په تامین کې د خلکو مشارکت مهم دی.
 
ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې دا هم ویليو چې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات د پرمختګ لامل ګرځي او زیاته یې کړه، د ملي پولیسو ښه کارونه باید وستایل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122473

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122473/

جمهور
  https://www.jomhornews.com