مشرانو جرګه:

هدفي وژنې زیاتې شوې،استخباراتي ارګانونه ضعیف عمل کوي

3 قوس 1398 ساعت 14:38

مشرانو جرګې د هېواد په لویو ښارونو کې د هدفي وژنو او ترورونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او په دې برخه کې یې کشفي او استخباراتي ارګانونه په کمزوری تورن کړل.


مشرانو جرګې د هېواد په لویو ښارونو کې د هدفي وژنو او ترورونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او په دې برخه کې یې کشفي او استخباراتي ارګانونه په کمزوری تورن کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د نن یکشنبې لیندۍ ۳ مې په عمومي غونډه کې، کابل کې د سیاسي شنوونکي وحید مژده او کندهار کې د امنیه قوماندانۍ د کشف او استخباراتو امر وژنې ته په اشارې و ویل، چې د کابل او کندهار تر څنګ د هېواد په لویو ښارونو کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

نوموړي و ویل څه ډول امکان لري، چې د کابل په تر ټولو امن سیمه کې ترهګرو له بې غږه تومانچو په ګټې سره یو کس و وژني او دغه کار د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

ښاغلي ایزدیار ټینګار وکړ، چې کشفي او استخباراتي ارګانونه باید د دغه ډول کړنو عاملین په نښه او د قانون منګولو ته یې وسپاري تر څو د خلکو اندېښنې لرې شي.

سناتوران وایي، د هدفي وژنو د زیاتېدو یو تر ټولو ستر لامل دا دی، چې تر پېښې وروسته جدي څېړنې نه دي شوې او عامیلین یې نه دي مجازات شوي.

د جرګې غړي عرفان الله عرفان په کابل او نورو لویو ښارونو کې د هدفي وژنو د زیاتېدو لامل د کشفي او استخباراتي ارګانونو کمزوری فعالیت وښود ویې ویل، استخباراتي کمزورتیا د خلکو د ناهیلې سبب شوې ده.

بل خوا د جرګې غړو د ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتېدو باندې هم اندېښنه وښوده ویې ویل، چې د دغه تاوتریخوالي دوام به کورنۍ له نشت سره مخ کړي.

دوی له اړونده دولتي بنسټونو څخه جدي غوښتنه وکړه، چې د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې باید جدي اقدامات وکړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال په دې برخه کې مسوولو بنسټونو نیوکه وکړه ویې ویل سره له دې چې افغان دولت او نړیواله ټولنه له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخینوي په برخه کې ځان ژمن ښيي، خو دوی نه پوهېږي، چې د ښځو چارو وزارت او د بشري حقونو کمېسیون په څه کار بوخت دي، چې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ښاغلي ایزد یار ټینګار وکړ، چې ټول بنسټونه په ځانګړي ډول اړوند بنسټونه باید د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي په برخه کې جدي اقدامات وکړي، او تدابیر ورته ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بشري حقونو کمېسیون چارواکو په یوه خبري ناسته کړې و ویل، چې سږ کال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ۸.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 

 


د مطلب کود: 122484

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122484/

جمهور
  https://www.jomhornews.com