افغانستان او هند یو بل ته د مجرمانو د سپارلو معاهده لاسلیک کړه

4 قوس 1398 ساعت 7:47

افغانستان او هند تر خپل منځ یو بل ته د مجرمانو د سپارلو معاهده وروستۍ او د دواړو هېوادونو د استازو له خوا لاسلیک کړې ده.


افغانستان او هند تر خپل منځ یو بل ته د مجرمانو د سپارلو معاهده وروستۍ او د دواړو هېوادونو د استازو له خوا لاسلیک کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه معاهده د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان او کابل کې د هند د سفیر وینی کمار تر منځ لاسلیک شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او کابل کې د هند سفارت په دوه جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، د دغه معاهدې پر بنسټ به افغانستان او هند یو بل ته مجرمان سپاري.

په خپرپاڼو کې ویل شوي«د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د هند د جمهوریت ترمنځ یو بل ته د مجرمانو د سپارلو معاهده د دوو هېوادونو اړوندو چارواکو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ادریس زمان او په کابل کې د هند سفیر ښاغلي وینې کومار نن نهايي او لاسلیک کړه.»

باید و ویل شي، چې په دې اړه د ۲۰۱۶ م کال د سپټمبر په ۱۴ هند ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په مهال په نوي ډیلي کې د دوو هیوادونو صلاحیت لرونکو استازو یوه موافقه لاسلیک کړې وه چې پر اساس یې په دې برخه کې معاهدې ته قانوني لار هواره شوه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا دې هېواد لږترلږه له ۳۷ نورو هیوادونو سره د مجرمانو د تبادلې یا یو بل ته د مجرمانو د سپارلو معاهدې لاسلیک کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122491

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122491/

جمهور
  https://www.jomhornews.com