۰
حمد الله محب:

هغه سوله د منلو وړ ده چې دلته روانه جګړه ختمه کړي

دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۵
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، سوله د افغان حکومت او ولس له لومړیتوبونو ده، خو هغه سوله د منلو ده، چې دلته روانه جګړه ختمه کړي.
هغه سوله د منلو وړ ده چې دلته روانه جګړه ختمه کړي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، سوله د افغان حکومت او ولس له لومړیتوبونو ده، خو هغه سوله د منلو ده، چې دلته روانه جګړه ختمه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لیندۍ ۳ مه کابل کې د اورپايي ټولنې له استازو سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، سوله د افغان حکومت لپاره لومړیتوب دی او هغه سوله د منلو وړ ده، چې دلته روانه جګړه ختمه کړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار ټنګار کړی، داسې سوله چې دلته جګړه ختمه کړي هغه وخت کېدای شي، چې د بین الاافغاني هوکړې پر بنسټ رامنځ ته شي.

ښاغلي محب زیاته کړې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پياوړي شوي دي او پر وسله والو طالبانو یې بې مخیني فشار راوستی دی.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې استازو هم ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره په بشپړه توګه همکار دي او د دې هیله لري چې روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي.

د اروپايي ټولنې استازو په بېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم په یوه غونډه کې و ویل، چې سوله د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه ده، خو داسې سوله نه غواړي، چې دلته د یوې بلې جګړې د پیل سبب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي