۰
حامد کرزی:

د بېجنګ په غونډه کې د ولسمشر غني د مخالفت له امله ګډون نه کوم

دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۷
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د مخالفت له امله به د بېجنګ په جوړېدونکې بین الاافغاني ناسته کې ګډون ونه کړي.
د بېجنګ په غونډه کې د ولسمشر غني د مخالفت له امله ګډون نه کوم
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د مخالفت له امله به د بېجنګ په جوړېدونکې بین الاافغاني ناسته کې ګډون ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له آزادۍ رایو سره په یوه مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې د غوښتل د چین د پلازمېنې بېجنګ په بین الافغاني ناسته کړې ګډون وکړي، خو ولسمشر غني ترې غوښتي، چې په دغه ناسته کې ګډون ونه کړي.

د بېجنګ بین الاافغاني ناسته چې لا هم نه ده معلومه څه وخت به جوړي، خو ویل کېږي، چې د افغان حکومت استازي، د طالبانو استازي، یو شمېر افغان سیاسیون او د ځینو هېوادونو استازي به په کې ګډون وکړي.

ښاغلي کرزي ویلي دغه غونډې ته د ورتلونکو کسانو په ډله کې د ده نوم هم و، خو ولسمشر غني ورسره مخالفت وکړ او ما هم خپل نوم له نوملړ څخه ویست.

هغه زیاته کړې«زما نوم په هغه نوم لړ کې و، چې باید د چین په غونډه کې ګډون وکړم، خو ښاغلي غني یې مخالفت وکړ، ما ته یې احوال راکړ، چې ګډون په کې ونه کړم، ما ورته ویل، په هغه صورت کې چې زما تلو ته اړتیا نه وي زه هم نه ځم او خپل نوم مې حذف کړ، خو وروسته مې ولیدل، چې هغه ځینو نورو مشرانو له ګډون سره هم مخالفت ښودلی، خو ما د نورو په ګډون ټینګار درلود.»

نوموړي ویلي، د افغانستان سوله د امریکا په لاس کې ده او تر هغه چې امریکا جګړه غواړي دلته سوله نه شي راتللی.

خو په وینا یې اوس چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې اراده لري نو افغان حکومت ته په کار ده چې د سولې په برخه کې خنډونه جوړ نه کړي.

کرزي ټینګار کړی، چې د جګړې درېدل او په افغانستان کې د روان خونړي وضعیت ختمېدل د هر افغان هیله ده نو حکومت دې د اوربند یا نورو مسایلو په پلمه د سولې په لار کې خنډونه نه جوړوي.

پخواني ولسمشر پر طالبانو هم غږ کړی چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرو ته تیاری وښيي او په دې توګه دې په هېواد کې د پردیو روانې دسیسې ختمې کړي.

نوموړي پر امریکا او افغان حکومت هم غږ وکړ چې د سولې لپاره صادقانه ګامونه اوچت کړي او دلته دې د افغان وژنې روانه لړۍ ختمه کړي.

حمهور خبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي