ملي دفاع وزارت د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال مولوي عبدالغفار د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د لیندۍ ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې مولوي عبدالغفار په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو پرون ماښام د المار ولسوالۍ د خواجه ګوهر په کلي کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید تر سره کړ.
خبرپانه وایي، په دغه هوایي برید کې د المار لپاره طالب ولسوال مولوي عبدالغفار له خپلو دریو ملګرو سره وژل شوی او ۷ نور وسله وال ټپیان شوي دي.
دغه راز خبرپانه زیاتوي، چې په برید کې د وسله والو طالبانو شپږ عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل