۰

د خلیلزاد او طالبانو پټې خبرې: په اوربند او بین الافغاني خبرو اختلاف دی

دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
د سولې څارونکې سرچینې وایي، له تېرو دریو ورځو راهیسې قطر کې د خلیلزاد او طالبانو د استازو تر منځ د سولې په اړه پټې او غیر رسمي خبرې روانې دي او ښایي په نېږدې راتلونکې کې رسمي خبرې پیل شي.
د خلیلزاد او طالبانو پټې خبرې: په اوربند او بین الافغاني خبرو اختلاف دی
د سولې څارونکې سرچینې وایي، له تېرو دریو ورځو راهیسې قطر کې د خلیلزاد او طالبانو د استازو تر منځ د سولې په اړه پټې او غیر رسمي خبرې روانې دي او ښایي په نېږدې راتلونکې کې رسمي خبرې پیل شي.

طالبانو ته نېږدې سرچینې هم تاییدوي، چې له دوه میاشتني ځنډ وروسته په قطر کې د امریکا د ځانګړي استازي خلیلزاد او طالب استازو تر منځ خبرې روانې دي.

د طالبانو پخواني چارواکي مولوي قلم الدین په دې اړه جمهور خبري آژانس ته و ویلو چې خلیلزاد د تېرې شنبې په ورځ قطر ته رسېدلی او د طالبانو له استازو سره یې د رسمي خبرو د پیل لپاره غیر رسمي خبرې پیل کړې دي.

نوموړي و ویل، چې تمه ده د روانې اوونۍ تر پای پورې دغه غیر رسمي خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او د امریکا او طالبانو تر منځ رسمي خبرې پیل شي.

ښاغلي قلم الدین په دې اړه چې په یادو غیر رسمی خبرو کې د طالبانو تر منځ اختلافي ټکي څه دی او پر څه خبرې کوي و ویل«ښکاره اختلاف یې د دایمي اوربند او د رسمی بین الاافغاني مذاکراتو پر پیلېدو دی.»

د هغه په وینا طالبان ټینګار لري، چې لومړی دې د امریکا سره د تېرو ۹ میاشتنیو مذاکراتو هوکړه لیک امضا شي تر څو بین الافغاني خبرو ته او اوربند ته زمینه برابره شي.

خو خلیلزاد پر دې ټینګار لري، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو له پیل سره سم دې طالبان اوربند اعلان کړي او بین الافغاني خبرو ته د غاړه کېږدي تر څو یوه ملي اجماع رامنځ ته شي.

ولې زیاتوي، چې د دغه اختلاف دومره هم جدي نه دی، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل د درېدو یا مخینوي لامل شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي