هندي رسنۍ:

افغانستان کې په تسلیم شویو داعشیانو کې ۱۰ هندیان هم شامل دي

4 قوس 1398 ساعت 13:26

هندي رسنیو د لوړ پوړو افغان استخباراتي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په ننګرهار ولایت کې د تسلیم شویو داعشیانو په ډله کې ۱۰ هندیان هم شامل دي.


هندي رسنیو د لوړ پوړو افغان استخباراتي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په ننګرهار ولایت کې د تسلیم شویو داعشیانو په ډله کې ۱۰ هندیان هم شامل دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ځواکونو له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ننګرهار ولایت کې د داعش ضد عملیات پیل کړي.

دغه عملیات تر ډېره د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې چېرته چې د داعش اصلي مرکزونه و پیل شوي چې لا هم دوام لري.

د ننګرهار چارواکي وايي، د عملیاتو له پیل سره سم په تېرو دوه اونیو کې تر ۸۰۰ زیات داعشیان، چې په کې ډېرې ښځې، ماشومان او یو شمېر جنګیالي شامل دي افغان ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

چارواکو دا پخلی هم کړی، چې په تسلیم شویو داعشیانو کې بهرني وګړي هم شته، خو ډېری یې پاکستانیان او د ډېورنډ فرضي کرښې د پورې غاړې اورکزو اېجنسۍ اوسېدونکي دي.

اوس هندي رسنیو هم د لوړ پوړو افغان استخباراتي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په تسلیم شویو داعشیانو کې ۱۰ هندي وګړي هم شامل دي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د تسلیم شویو هندي داعشیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شته چې تر ډېره د هند کېراله ایالت اوسېدونکي دي.

دغه ورځپاڼې د لوړ پوړو افغان استخباراتي چارواکو له قوله وايي، دغه لس تنه هندي داعشیان هم د هغو کسانو په ډله کې کابل ته د پلټنو لپاره استول شوي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوي وو.

په راپور کې ویل شوي نه یوازې دا لس تنه هندي داعشیان تسلیم شوي، بلکې په جګړه کې او دوه کاله وړاندې په اچین د بمونو د مور د غورځول کېدو پېښه کې وژل شوي هم دي.

هندوستان ټایمز لیکلي، تقریبا د دوه درجنه هندیانو یوه ډله په ۲۰۱۶ کال کې د هند له کېرالې سیمې څخه افغانستان ته راکډه شوې وه چې ځینو یې له ځان سره کورنۍ هم راوستې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122515

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122515/

جمهور
  https://www.jomhornews.com