۰

عبدالله له امریکایي استازو سره پر سوله او ټاکنو خبرې کړې دي

دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۹
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د امریکا د کانګرس له یوه پلاوی سره لیدلي او په افغان سوله او ټاکنو یې ورسره خبرې کړې دي.
عبدالله له امریکایي استازو سره پر سوله او ټاکنو خبرې کړې دي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د امریکا د کانګرس له یوه پلاوی سره لیدلي او په افغان سوله او ټاکنو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لیدنه پرون یکشنبې د لیندۍ ۳ مه ماښام مهال سپېدار ماڼۍ کې تر سره شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې کابل ته د امریکا د کانګرس راغلي پلاوی کې، چې مشري یې سناتور جاني ارنست کوي، کرسټین ګیلبرنډ، شیلي مورکاپیتو، مایک ترنر، جان کورتس او جیسن سمیت شامل دي او دغه راز له دوی سره کابل کې د امریکا سفیر جان باس او افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال هم په دې ناسته کې حضور درلود.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه ناسته کې دواړو لورو د افغانستان پر اوسنی وضعیت، سولې او ټاکنو خبرې وکړې او سوله یې د افغانستان د خلکو له لومړیتوبونو څخه وبلله.

عبدالله ویلي، چې په افغانستان کې ټول جریانونه له سولې او د سولې لپاره له هر ډول هڅو ملاتړ وکړي او تمه یې ښودلې، چې وروستۍ هڅې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته لار هواره کړي.

نوموړي د ټاکنو په اړه ویلي تمه لري، چې د ټاکنو پایلې به د قانون او د افغانستان د خلکو د پاکو رایو پر بسټ د اړونده بنسټونو له خوا اعلان شي.

اجرائیه رییس زیاته کړې، چې د ډموکراسۍ او ټاکنو راتلونکې د ۲۰۱۹ میلادي کال په ټاکنو پورې تړلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي