غني له امریکایي سناتورانو سره پر سولې او ښې حکومتولۍ خبرې کړې

4 قوس 1398 ساعت 14:28

ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته د راغلي امریکايي سناتورانو له پلاوي سره کتلي او په بېلا بېلو مضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړې دی.


ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته د راغلي امریکايي سناتورانو له پلاوي سره کتلي او په بېلا بېلو مضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون یکشنبې د لیندۍ ۳ مه ماښام په ارګ کې تر سره شوې، چې د ارګ په وینا دواړو لورو پر امنیت، ښې حکومتولۍ، اقتصادي ودې او سولې پروسې خبرې وکړې.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي ولسمشر په تېرو کلونو کې د امریکا مرستې د یوه غښتلي مشارکت له لارې د افغانستان د انشکاف او پرمختګ لپاره ګټورې وبللې.

دغه راز ولسمشر د سولې په برخه کې د امریکا هڅې ستایلې دي او هیله یې ښودلې، چې دا هڅې به په افغانستان کې تل پاتې سولې ته لار هواره کړي.

سرچینه زیاتوي، په ورته وخت کې امریکایي پلاوي هم له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د افغان ځواکونو هڅې او قربانۍ بېسارې بللې دي.

امریکایي سناتورانو ویلي، امریکا؛ افغان سولې ته د رسېدو په برخه کې جدي هڅې پیل کړې دي او په دې هېواد کې دوامداره او پایداره سوله د دوی لومړیتوب دی.

دوی زیاته کړې، افغانستان د ښې حکومتولۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري او په حکومت کې د ښځو ونډه، زده کړو ته د ټولو لاسرسی او روغتیا ته پاملرنه زیاته شوې.

امریکايي سناتورانو ټینګار کړی، چې دوی باوري دي، چې د افغانستان اقتصادي وده به د غښتلې حکومتولۍ لامل وګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122522

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122522/

جمهور
  https://www.jomhornews.com