د بښنې نړیوال سازمان:

افغان حکومت دې د لوګر دوه مدني فعالان ازاد کړي

5 قوس 1398 ساعت 7:44

د بښنې نړیوال سازمان پر افغان حکومت غږ کړي، چې د لوګر ولایت ته نیول شوي مدني فعالان ژر تر ژره خوشي کړي.


د بښنې نړیوال سازمان پر افغان حکومت غږ کړي، چې د لوګر ولایت ته نیول شوي مدني فعالان ژر تر ژره خوشي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي د لوګر دوه مدني فعالانو په دغه ولایت کې د ماشومانو له جنسي ځورونې پرته پورته کړې وه، اوس د افغانستان د ملي امنیت ادارې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، موسی محمودي او احسان الله حمیدي د اروپايي ټولنې له سفیر سره د لیدنې لپاره روان و چې د ملي امنیت له خوا ونیول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونه دې مدني فعالانو ته درناوی وکړي او ژر تر ژره دې دغه دوه کسان له بند څخه آزاد کړي.

د دې سازمان خبرپاڼه زیاتوي، چې په لوګر کې د ځینو مشخصو کړیو له لوري دغه ډول کړنې ترسره کېږي او په پلان شوې توګه یې د بشر حقونه تر پښو لاندې کړي چې یادو کسانو یې له کړنو پرده پورته کړې ده نو حکومت یې باید حقوق خوندي کړي.

د افغانستان ملي امنیت ویلي ډېر ژر به په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي، خو یوې امنیتي سرچینې ویلي، دغه کسان د ملي امنیت له خوا ځکه نیول شوي او ساتل کېږي، چې ژوند ته یې ګواښ وو.

د یادونې ده، چې د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي څو ورځې وړاندې له ځينو رسنیو سره هغه تحقیقات شریک کړي و چې پکې ادعا شوې د لوګر په شپږو ښوونځیو کې له ۵۴۶ نارینه زده کوونکو ناوړه جنسي استفاده شوې ده.

نوموړي دا ادعا هم کړې وه، چې په دې ناوړه استفاده کې ښوونکي هم ښکېل دي، خو وروسته له خپلو خبرو منکر شو او ویلي و، چې خبرې یې تحریف شوې دي.

ده ویلي، چې ۵۴۶ په جنیسي توګه ځورول شوي نه و، بلکې د ماشومانو د جنسي ځورونې په اړه له دې شمېر کسانو سره مرکه شوې وه او د جنسي ځورونې په اړه ترې پوښتنې شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 122532

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122532/

جمهور
  https://www.jomhornews.com