ولسمشرغني: د بیان له آزادۍ باید ناوړه ګټه وانخستل شي

5 قوس 1398 ساعت 7:58

افغان ولسمشر وایي، د بیان له آزادۍ باید ناوړه کټه وانخستل او دغه آزادۍ نباید د خلکو د نورو حقونو د تلف کېدو یا له ګواښ سره د مخ کېدو سبب شي.


افغان ولسمشر وایي، د بیان له آزادۍ باید ناوړه کټه وانخستل او دغه آزادۍ نباید د خلکو د نورو حقونو د تلف کېدو یا له ګواښ سره د مخ کېدو سبب شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني، چې پرون دوشنبې د لیندۍ ۴ مه کابل کې د ښځو یوې ناستې ته وینا کوله و ویل، د بیان مثبته آزادۍ دا ده، چې په پلي کېدو سره یې نورو ته زیان ونه رسېږي.

خو په وینا یې د بیان منفي آزادۍ بیا خلک اغېزمنوي او په ټولنه کې د باور فضا رامنځ ته کوي، چې نه باید داسې وشي او د بیان له آزادۍ ناوړه ګټه واخستل شي.

ښاغلي غني د خبریالانو خوندیتوب ته په اشارې و ویل، چې حکومت د هغوی د خونديتوب هڅه کوي او تر اوسه پورې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷۲ قضیې څېړل شوې او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

په ورته وخت کې ولسشمر دې ته په اشارې چې ځینې وګړي له هېواد څخه وځي و ویل، چې د پناه غوښتنې لپاره نباید د خلکو پر حیثیت تېری وشي.

نوموړي زیاته کړه، داسې قضیې هم شته، چې یو کس په بل هېواد کې د پناه غوښتنه کړې، تر څو قبول شي، چې په دې اړه باید عدلي او قضايي ارګانونه ډېر دقیق و اوسي.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې په تاوتریخوالي د ګواښلو مخه باید په جدي توګه ونیول شي او هغه کسان چې پرته له اسنادو ښاریان وېروي د منلو نه دي.

ښاغلی غني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې پرون پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خبري کنفرانس کې خبرداري ورکړ، چې د بیان آزادي له ګواښ سره مخ ده.

نوموړي د بیان آزادي د افغانستان د خلکو د تېرو ۱۸ کلونو تر ټولو لویه لاس ته راوړنه وبلله خو ویې ویل، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې دغه لاس ته راوړنه تر جدي ګواښ لاندې ده.

ښاغلي کرزي دا هم زیاته کړه، چې یو شمېر شنونکي او څېړونکو ده ته مراجعه کړې، چې وروسته له دې چې په رسنیو کې یې خبرې کړې د ناپېژاده کسانو له خوا د تلېفون له لارې ګواښ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122534

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122534/

جمهور
  https://www.jomhornews.com