کابلوف:

طالبان، د غني له لوري چین ته د سپارلي لېست سره مخالف دي

5 قوس 1398 ساعت 8:08

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، طالبانو د بېجنګ بین الاافغاني ناستې ته د ولسمشر غني له خوا د لېږونکي پلاوي له نوملړ سره مخالفت ښودلی دی.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، طالبانو د بېجنګ بین الاافغاني ناستې ته د ولسمشر غني له خوا د لېږونکي پلاوي له نوملړ سره مخالفت ښودلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ضمیر کابلوف دغه څرګندونې پرون دوشنبې د لیندۍ ۴ مه د روسیې له تاس خبري آژانس سره مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې د بېجنګ بین الافغاني ناسته د همدې له امله په ټپه درېدلې ده.

نوموړي ویلي، د دغه غونډې د جوړېدو کره نېټه ځکه نه ده، معلومه، چې طالبان د ولسمشر غني له خوا دغه ناستې ته چین ته د سپارل شوي لېست سره مخالفت لري.

کابلوف ټینګار کړې، چې له همدې امله هر څه په ټپه ولاړ دي، خو په وینا یې طالبان له امریکا سره د مذاکراتو د بیا پیل نیت لري.

خو د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت وایي، د بېجنګ ناسته جوړېدونکې ده او دوی د ټولو سیاسیون او ښکېلو لوریو سره تر سلا مشورو وروسته لېږونکي پلاوی ټاکلی دی.

دغه وزارت وايي، دا مهال د یادې غونډې د جوړېدو په تخینکي برخو کار روان دی او چې دا بشپړ شي نو پلاوی به د بېجنګ غونډې ته ولېږي.

که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې ټینګار پر دې و، چې په بین الاافغاني ناسته کې به ګډون د افرادو په حیث کډون کوي، نه د حکومت د استازو په توګه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122535

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122535/

جمهور
  https://www.jomhornews.com